IQNA

د ایران او ازبکستان  علمی،کلتوری او تاریخی نزدیکت بې مخینې دی

7:13 - June 19, 2023
د خبر لمبر: 3487492
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران و ازبکستان د تاریخي ،علمی اوکلتوري بې مخینې نزدیکت ته په اشارې سره  ووئيل، باید  له دغو ګډو زمینو څخه په مختلفو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره استفاده وشي.

ایکنا خبری آژانس  راپور راکړ، د  اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  پرون مازدیګر  د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او ورسره پلاوی سره په کتنې کې ،د ایران او ازبکستان د تاریخي ،علمي او کلتوری بې مخینې نزدیکت  ته په اشارې سره  ووئيل، باید   په مختلفو برخو کې داړیکو د پراختیا لپاره  له دغو ګډو زمینو استفاده وشي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود له یوې  اوږدې وقفې وروسته ددواړو  هیوادونو د  ارتباط د پړاؤ په نوی کیدا په خوښۍ ښودلو سره  ووئيل، له بده مرغه له ډيرو کلونو راهسې د  ایران او ازبکستان   اړیکې ډيرې محدودې وې او هیله مند یوو چې دغه سفر او په تهران کې شوي خبرې اترې  د دواړو هیوادونو په اړیکو کې  دلاښه راتلونکي پیلامه شي.

  حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت  دا توانمني لري چې ازبکستان  د ترکمنستان،افغانستان له لارې په آسانۍ سره له آزادو اوبو سره یو ځای شی. ددې په ترڅ کې  چې  له تجارت او ټرانسپورټ څخه ورآخوا  دملګرتیا زمینې شته دي او د علم او ټيکنالوجۍ  او دغه راز په نورو برخو کې په مختلفو نوښتونو سره ملګرتیاوې لازیاتیدلی شي.

دوي دغه راز ووئيل، البته  دایران او ازبکستان  داړیکو پراختیا ،ځيني مخالفان هم شته ،البته باید  دغو مخالفتونو  ته له پامه پرته او  او د دواړو هیوادونو د مصلحت په اساس ،فیصله وشي او ملګرتیا وې تر هغه حده چې ممکنهوي پراخې شي.

په دغې کتنې کې چې د ایران  ولمسشر حجةالاسلام ابراهیم ریئسي هم موجود ؤ، شوکت میرضیایف داسلامی  انقلاب  له ستر لارښود سره خپله کتنه  یو تاریخی کتنه وبلله او وې وئيل، مونږ  په هغې وقفې  چې  ددواړو هیوادونو په اړیکو کې  او د ملګرتیاؤ په کمښت کې شته  افسوس کوو او هیله مند یوو، په هغو خبرواترو سره چې  په تهران کې ترسره شوي ، لوړ ګامونه پورته کړو او  په تجارتي ،ټرانسپورټي ، علم اوټيکنالوجۍ  او دټوریزم په  زمینو کې  ملګرتیاوې ښې  او خوښې  سوئې ته ورسیږي.

د ازبکستان ولسمشر د بندیزونو او دباؤنو په  وړاندې د ایران د  ملت د کلکې دریدا او مقاومت په قدرونې سره  زیاته کړه، د ایران دملت بریاوې په تیره بیا دعلم اوټيکنالوجۍ په حوزې کې چې له هغو ځينی برخې مو  په ترسره شوي نندارتونو کې ولیدې ،ښئ  چې د خپل متفکر او پوه رهبر په لارښونو او اتفاق اواتحاد سره یو ملت   له ډیرو زیاتو دباؤنو سره سره سترو موخو ته رسیدلی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4148677

captcha